د تش په نوم مقاومت جبهې پخوانی غړی، قاري عیسی محمدي ويلي، چې د انلاین «مقاومت جبهې» غړي د پاکستان له لوري تمویل او روزل کېږي او په تېر یو کال کې شاوخوا دوه نیم زره کسان پاکستان ته لېږل شوي، څو پوځي او تخریبي زدهکړې ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، پاکستان د افغانستان دننه د وسلهوالو بریدونو لپاره دغې انلاین جبهې ته میلیونونه ډالر ورکړي؛ خو دې جبهې د یادو پیسو په بدل کې د واقعي فعالیتونو پر ځای جعلي ویډیوګانې جوړې او د پاکستان استخباراتي ادارو ته وړاندې کړې دي.
د هغه په خبره، چې د پاکستان استخباراتي ادارو د دغو ویډیوګانو له ارزونې وروسته د جعليوالي موضوع درک کړې او اوس له یادې جبهې څخه د ورکړل شویو پیسو د لګښت حساب غواړي؛ خو جبهه تر اوسه د دغو پیسو د مصرف روښانه حساب نهشي وړاندې کولای.


