د مقاومت جبهې دا غړی په داسې حال کې، د پاکستان پوځي رژيم مظلوم معرفي کوي او له ځانه د دفاع حق ورکوي، چې دغه رژيم څو ورځې وړاندې په خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو کې لسګونه ښځې او ماشومان شهيدان او ټپيان کړل.
پاکستان پوځي رژيم تر دې وړاندې هم د هوا او ځمکې له لارې د افغانستان حاکميت نقض کړی او ملکي وګړي یې شهيدان او ټپيان کړي دي.
حسام د مقاومت خیالي جبهې يواځينی غړی نه دی، چې د افغانستان د حکومت او پاکستان پوځي رژيم ترمنځ کړکېچ کې د پاکستان پوځي رژيم دفاع کوي بلکې له دې وړاندې د مقاومت په ګډون د نورو جبهو مشرانو هم په ښکاره ډول د پاکستان په صف کې درېدلي دي.