ملي دفاع وزارت وایي، د افغانستان وسلهوال ځواک نن شپه وسلوال د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کي د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو انتقامي بریالي عملیات ترسره کړل.
وزارت ویلي، چې یاد عملیات د شپي په دولس بجې پای ته رسیدلي دي.
د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي افغان پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.