له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې نمانځغونډې ته د ملي دفاع وزارت وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپله وينا کې ويلي، چې دا اخري ځل اخيستل شوې ازادۍ ته بايد دا زمينه برابره نه شي، چې خدای مه کړه له لاسه یې ورکړو.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، «يو د استقلال او ازادۍ اخيستل دي یو د استقلال او ازادۍ ساتل دي، موږ په يوه پیړۍ کې درې ځله ازادي اخيستې ده، دا اخري ځل ازادۍ ته باید دا زمینه برابره نه کړو چې خدای مکړه، له لاسه یې ورکړو.»
نوموړي همدا راز ويلي، چې د هېواد په هر وګړي دا لازمه ده، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې کوښښ وکړي او د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانهشي.
ښاغلي مجاهد ويلي، «موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار و اوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو، چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.»