د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي وایي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې «ردالظلم» ځوابي عملیاتو له پیل راهیسې تر ۱۵۰ زیات پاکستاني عسکر هلاک شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه راز د دې عملیاتو پر مهال د فرضي کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستاني ملېشو ۴۰ پوستې فتحه او له منځه وړل شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، له خپلې خاورې د دفاع مشروع حق لري او هیڅ لوري ته پر افغان خاورې د تېري اجازه نه ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version