ورځ او نېټه: پنجشنبه ۱۴۴۶/۹/۶ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_المرصاد: امریکا ته سپارل شوی محمد شریف الله د کابل نړیوال هوایي ډګر د برید طراح نه و.

۲_د کډوالو چارو وزارت سرپرست په بېلابېلو ناستو کې د ایران او پاکستان له سفیرانو سره کتلي.

۳_پنجشېر کې د واورې ښويېدنې له امله زيانمنو خلکو ته د عاجلو مرستو رسولو کمېټه جوړه شوه.

۴_د کندهار د ارغنداب پر سیند د ویجاړ شوي پله د بیارغونې چارې پیل شوې.

۵_د سولې او اقتصاد نړیوال بنسټ: پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته ترهګري کمه شوې او پاکستان کې بیا ۴۵ سلنه ډېره شوې.

۶_د جاپان له شارژدافیر سره د عامې روغتیا وزارت د اداري مرستیال لیدنه؛ د روغتیا په برخه کې پر دوه اړه خیزو اړیکو خبرې شوي.

۷_محتسبینو زابل کې یوه مېرمن له شپږ کلن کورني بند څخه ژغورلې ده.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بلوڅ بېلتون پالو په دوو جلا بریدونو کې پاکستاني پولیس او مواصلاتي شبکې په نښه کړي.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_امریکا له حماس اسلامي غورځنګ سره مذاکرات پیل کړي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړل.

۲_ترکیه کې له داعش سره د اړیکو په تور ۴۷ شکمن کسان نیول شوي.

۳_قطر د اسرائیلو د داخلي استخباراتو ادارې تورونه رد کړل.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version