Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د منیژې صدیقي د نیول کېدو اصلي لامل څه دی؟
    راز

    د منیژې صدیقي د نیول کېدو اصلي لامل څه دی؟

    د منیژې صدیقي د نیول کېدو اصلي لامل څه دی؟
    مسلم جانانمسلم جانان11 فبروري 20242 Comments5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد خوږیاڼی

    پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې لاریونونو، غونډو او اعتراضونو هم زور واخیست. دغو لاریونونو کې به داسې شعارونه پورته کېدل، چې خلک یې هم حیران کړي وو، چې اوسني شرایط گوره او د لاریونوالو غوښتنې؟ ښځو ته دې کار ورکړل شي، ښځو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي او حتا د حجاب پر ضد یې هم لاریونونه کول. ټول پوهېږي چې دغه لاریونونه څوک کوي او تر شا یې څوک دي؟ ځینې ښځې د همدغو لاریونونو په وسیله اوس بهر ولاړې او اوس له اروپا او امریکا غږېږي او ځینې په همدې تمه وې چې د کوم بهرني هېواد وېزه ورته راشي او ولاړې شي.

    دلته کوم سړی/ښځه نیول شوې نه وي، چې د بشري حقوقو، بښنې نړیوال سازمان، ملگري ملتونو او نور پرې وختي خبر وي او اعلامیو ته کش ورکړي، چې هله دا خو بې‌گناه نیول شوي او باید ژر تر ژر راخوشې شي. دوی داسې فکر کوي چې په افغانستان کې د نظام په نامه څه نشته او موږ چې څه وایو باید همداسې وکړي. افغانستان نظام لري، خپل حدود لري، محاکم لري، استخبارات لري، ادارې لري، دلته د مکافاتو او مجازاتو په نامه قوانین شته او له قانون هېڅوک هم باید پورته ونه‌گڼل شي.

    د طالبانو حکومت د لاریون مخالف نه دی او لاریون اوس په ټوله نړۍ کې خلک کوي. خو لاریون کې هم باید د افغانستان اوسني قوانین په نظر کې ونیول شي. که لاریون د سمون په موخه کېږي ښه خبره ده، خو که لاریون کې قومي، مذهبي، ژبني او سمتي تعصب ته لمن وهل کېږي، باید د دې لاریونونو مخه ونیول شي. دغه لاریون کوونکي ټول شل تنه نه وي، خو دلته د زرگونه خلکو په ژوند او کاروبار اغېز پرې باسي.

    په کابل کې د لاریونونو یوه سرلارې او د ښځو د حقونو د فعالې په نامه منیژه صدیقي هم ده. نوموړې پرو سږکال د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې نیولې ده، چې اوس پرې بېلابېل سازمانونه اوښکې تويوي، خو په کابل کې د حکومت ضد کارونو په اړه یې څه نه وايي.

    منیژه صدیقي څوک ده؟

    منیژه صدیقي د عبدالمنان صدیقي لور، په ۱۳۷۰کال د پروان ولایت کې زېږیدلې او په ۱۳۹۳ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ریاضي څانگې نه فارغه شوې ده. د جمهوریت پر مهال په هرات کې د ښځو د حقونو فعاله وه.

    د جمهوریت د سقوط سره سم منیژې صدیقي د طالبانو حکومت پر ضد بېلابېل فعالیتونه کول. ولس پاروونکې لاریونونه، په هېواد کې قومي، سمتي، ژبني او مذهبي بیانونه. ښځې به یې راټولولې او بیا به یې لاریونونه کول. په دغو لاریونونو کې به یې د شر او فساد جبهې ته یو ډول تبلیغ هم کاوه او له نړۍ به یې غوښتل چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي؛ ځکه د دې په خبره چې دوی د ښځو حقونو ته ژمن نه دي.

    هندوکش ته داسې اسناد په لاس ورغلي، چې نوموړې د نړۍ له گڼو استخباراتي ادارو سره لاس لارهٔ او د هر لاریون بشپړ جزئیات یې له هغوی سره شریک کړي دي. د نړۍ له گڼو هېوادونو یې غوښتي چې پناه ورکړي. دې نه یوازې لاریونونه کول، بلکې د خراسان، افغانستاني او تجزیې شعار به یې هم بدرگه کاوه. طالبان به یې په افغانستان کې د هزاره‌وو او تاجیکو په ټولوژنې هم تورنول. منیژې دا هم خپله لاسته راوړنه گڼله، چې طالبان د دې د لاریونونو له امله تر اوسه په رسمیت نه دي پېژندل شوي. منیژه تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه مني او «ترورېستان» یې گڼي. څه وخت مخکې یې داسې ویډیو هم خپره کړه چې د طالبانو د مشر او د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم انځورونه یې سوځول او تر خاورو لاندې کول.

    که منیژې دغه کارونه په هر هېواد کې کړي وای، د هغه هېواد حکومت نیوله. امریکا چې ځان په نړۍ کې د ډیموکراسۍ مخکښه گڼي هم په امریکا کې د دا ډول کړنو اجازه خپلو خلکو ته نه ورکوي، چې په هغه کې د امریکا قانون مات شوی وي. د نورو په اشاره پکې لاریونونه کوي او خپل خلک پکې د امریکا د اوسني حکومت پر ضد راپاروي. یوناما، نړیواله ټولنه، بشري حقونو نړیوال سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او نور پوهېږي چې دوی د فلسطیني ښځو د حقونو په اړه څه نه شي ویلی او نه هم اسرائیلو ته وايي چې په جگړه کې د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو وژل د جگړې قانون نه دی، خو په افغانستان کې د هغو خلکو په ملاتړ غږ پورته کوي، چې دلته د خلکو شته امنیت گواښي، خلکو ته سر خوږی جوړوي، د افغانستان قوانین تر پښو لاندې کوي او خلک له حکومت سره لاس او گرېوان کوي. که په افغانستان کې هر څوک دغه ډول کړنې کوي، هغه به نیول کېږي. د منیژې دوسیه هم اوس محکمه کې ده او محکمه پوهېږي چې نوموړې ته کوم ډول سزا ورکړي.

    مخکینۍ مقالهیو هندي پانگه‌وال په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانگونې ژمنه کړې
    راتلونکي مقاله انارشي د چا په ګټه ده؟

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025

    2 Comments

    1. اجمل on 11 فبروري 2024 8:57 PM

      د دې حکومت اوس هم ډېره حوصله ده، او دا یې کوم د خیر کار نه دیې

      Reply
    2. برهان غزنیوال on 12 فبروري 2024 7:13 AM

      ډېر ښه کار شوی دی الحمدلله بریا ورته غواړو، د هندو کش په نوم خبري اژانس څخه د ورته لا دقیقو راپورونو د نشر په هیله یو.

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2025

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګیلان ولایت په…

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.