د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي امیر خان متقي کابل کې له زلمي خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او د امریکايي بندي ډینس کویل د کورنۍ له غړي سره په کتنه کې اعلان کړی، چې د یاد بندي د خوشې کېدو پرېکړه شوې ده.

ښاغلي متقي ويلي، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د بندي د کورنۍ، په ځانګړي ډول د هغه د مور غوښتنه او ليک د افغان حکومت تر مشرتابه ورسول شو او د سترې محکمې له لوري یې د بند موده کافي وبلل شوه.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغان حکومت هېڅوک د سیاسي موخو لپاره نه نیسي، بلکې ټولې قضیې د قانون له مخې څېړل کېږي.

هغه همداراز د محمد بن زاید آل نهیان په مشرۍ د متحده عربي اماراتو او د قطر د دولت له همکارۍ هم مننه کړې.

بلخوا زلمي خلیلزاد دا اقدام مثبت وباله او د دواړو لورو ترمنځ یې د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version