‏د میانمار نظامي حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د تېرې ورځې مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۰۰۰ تنو او د ټپیانو شمېر له ۳۰۰۰ تنو اوښتی.

دغه زلزله چې مرکز یې د میانمار هېواد مرکز و ټکانونه یې په چین، هند، بنګلدیش، ټایلنډ او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو کې هم حس شوي دي.

د میانمار نظامي حکومت له نړیوالې ټولنې څخه زلزله‌ځپلو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دغې زلزلې په ټایلنډ کې هم درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version