د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د مسکراتو او نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون خپله لومړۍ غونډه کړې ده.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د مسکراتو او نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې عالي کمېسیون پر کړنلارې، د کورنیو چارو وزارت په لاسته‌راوړنو او نورو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې د مرستیال عبدالحق اخوند له قوله ویل شوي، د روان کال په اوږدو کې د کوکنارو ټول کښتونه له منځه وړل شوي او د نشه‌یي توکو گڼ شمېر کاروباریان نیول شوي دي.: « د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې بریالۍ دي او نړیوال هم پر دې پرمختگ اعتراف کوي.»

په دې ناسته کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د دې کمېسیون د جوړېدو موخه د هېواد په کچه د نشه‌يي توکو او مسکراتو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه، بزگرانو ته د بدیل کښت موندل او د روږدو کسانو درملنه ده، څو د یادو موخو لپاره اړونده ادارې تر یو چتر لاندې په همغږۍ کار وکړي.: «د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت دريځ روښانه دی او هېچا ته په هېواد کې د نشه‌یي توکیو د کر، تولید او قاچاق اجازه نه ورکول کېږي.»

پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنۍ راهیسې په هېواد کې د کوکنارو کښت صفر شوی، د چرسو په کرکېله بندیز لگول شوی، په نشه‌يي توکو د روږدو د زرگونه کسانو درملنه شوې او لا هم زرگونه کسان د درملنې لاندې دي.

د دوحه۳ ناسته کې هم د نړۍ گڼو هېوادونو استازو پر دې خبره اعتراف کړی و، چې اسلامي امارت له نشه‌يي توکو سره پرېکنده مبارزه کړې او په افغانستان کې یې د نشه‌يي توکو کښت صفر کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version