د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، په خپله نوبتي غونډه کې یې په هېواد کې د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید په طرحه بحث کړی دی.

له اقتصادي معاونیت له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د گلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث وشو.: «د اوبو او انرژۍ وزارت د استازي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت، د امارتي شرکتونو د انسجام خپلواکې ادارې او گلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د گلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ مېگاواټه گازي برېښنا د تولید د وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه تر سره او راپور یې په ټاکلي وخت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.»

د خبرپاڼې له مخې، گلبهار پاور خصوصي شرکت د دې طرحې له مخې به په لومړي سر کې ۱۰۰ مېگاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷۰۰ مېگاواټه پورې گازي برېښنا تولید کړي.

د یادونې وړ ده، اقتصادي معاونیت په ننگرهار کې د ۸۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا طرحه هم منلې ده، چې د ننگرهار په شیخ مصري او حصارشاهي صنعتي پارکونو لپاره به جوړه شي.

په هېواد کې د اوبو، لمریزې برېښنا، بادي برېښنا، ډبرو سکرو او گازي برېښنا گڼې سرچینې شته؛ خو لا هم د افغانستان ډېره برېښنا واردتي ده او د هېواد نیمايي وگړي لا هم برېښنا نه لري.

اوس‌مهال په نړۍ کې د برېښنا اړتیا ورځ تر بلې ډېرېږي. که افغان حکومت یادو سرچینو ته پام وکړي؛ نو لرې نه ده چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به د هېواد ټول وگړي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.

۱ څرگندون

ځواب پریږدئ

Exit mobile version