کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رئیس پولي اوک سري سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، په ځانګړي ډول د سروې او معلوماتو راټولولو په برخو کې د دواړو لورو د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
دواړو لورو د نشهيي توکو پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې لپاره د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د ګډو هڅو او دوامدارې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی او د موجودې همکارۍ د دوام او لا زیاتې همغږۍ لپاره یې د لازمو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار کړی دی.


