د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د یاد ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ولسوالۍ مسئولينو او قومي مخورو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاده دښمني د ملک شاه سيد او ملک شاهين کورنيو ترمنځ د ماشومانو پر سر لس کاله وړاندې رامنځته شوې وه، چې له امله يې له دواړو کورنيو څخه درې تنو ژوند له لاسه ‏ورکړی وو او يو کور په کې هم تخریب شوی وو.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې هم د دوو قومونو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version