د ننګرهار ولایت د بېلابېلو سیمو د زرګونه اوسېدونکو په ګډون نن (شنبه) د افغانستان اسلامي امارت د ملاتړ او د پاکستان پوځي رژیم د غندنې په پار ولسي راټولېدنه ترسره شوه.

د راټولېدنې ګډونوالو په یوه غږ پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونه وغندل او له افغان حکومت او ملي اسلامي اردو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وویل، چې د ننګرهار ولسونه د اسلامي نظام او خپلې خاورې د دفاع لپاره د سرونو په بیه قربانۍ ته چمتو دي او که اړتیا پېښه شي د ولسي لښکرو په توګه به میدان ته را ودانګي.

د راټولېدنې ګډونوالو وویل، پاکستانی رژیم د افغانستان پر وړاندې د جګړې جرئت نه‌شي کولای او دوی پر دې باور دي چې یاد رژیم جګړه د نورو په اشاره پیل کړې، چې ولسونه یې د سر په بیه مقابلې ته چمتو دي.

دوی پاکستاني تېري ته د ځواب غوښتنه وکړه او ویې ویل چې که جګړه پرې وتپل شي، «بیا د خپلې خاورې دفاع زمونږ حق دی او تاریخ زمونږ پر مېړانې ګواه دی.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version