ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د عامې روغتیا وزارت مرستیال قطر ته په خپل سفر کې افغانستان لپاره د ایټالیې له سفیرې سره کتلي.
۲_د نورالدین عزیزي په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی پاکستان ته سفر کوي.
۳_نن کابل کې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ يا JCC اوومه غونډه ترسره کېږي.
۴_بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت غيرمسؤولانه او د يوناما د ماموريت خلاف عمل دی.
۵_د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ.
- [ ] سیمه:
۱_زلمی خليلزاد: پاکستان افغانستان ته د کډوالو د اېستلو په پلمه د داعش ډلې غړي لېږي.
۲_پرپاکستاني پوځیانو د بلوڅ جنګیالیو بریدونه؛ ۲۲ نور پوځیان هلاک شوي.
۳_د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي مشر نن ماښام تهران ته ورسېد.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_ابوعبیده: د عیدان الکسندر نومي اسرائیلي بندي له ساتونکې ډلې سره مو اړیکه پرې شوې.
۲_په بهر کې د حماس د سیاسي څانګې مشر سامي ابو زهری: تاريخ چوپ نه پاتې کېږي که اسلامي امت اوس اقدام ونه کړي سبا به سخت پښېمانه وي.
- [ ] نړۍ:
۱_امریکا پر مراکش ۶۰۰ سټینګر توغندي پلوري.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.