ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۱۰/۲۱ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټيم هلمند کې ژورې څاه ته لوېدلی اته کلن ماشوم ژغورلی.
۲_د کابل په ګډون د هېواد ګڼ شمېر ولايتونه زورورې زلزلې ولړزول.
۳_راتلونکې مياشت د افغانستان او روسیې ترمنځ د لوړې کچې يوه غونډه ترسره کېږي.
۴_عبدالسلام وزیروال: سیاست چیغې نه دي، حوصله بایلل نه دي، بلکې د سړې سینې، ژور فکر او زغم کار دی؛ غوره سیاست هغه دی چې مقابل لوری په خپله خاموشۍ کې مات شي.
۵_د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د ۱۰۰.۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي.
۶_مولوي امیرخان متقي: سرپرست حکومت د خپل متوازن سیاست په رڼا کې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
۷_ملا محمد حسن آخند: له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو؛ دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږي.
- [ ] سیمه:
۱_د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن: افغانستان مهم جیوپولیټیک موقعیت لري او زموږ ګډې ګټې دا غواړي څو په دغه هېواد کې بیارغونه او سوکالي ډېره شي.
۲_پاکستاني پوځ د خیبر په باړې ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر مېلې ډرون برید کړی.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_پر غزې تړانګې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ تنه فلسطینیان شهیدان شوي. - [ ] نړۍ:
۱_عیسویت ته اوښتي سلګونه افغانان له امریکا شړل کېږي.
۲_د بشار الاسد د رژیم له پرځېدو وروسته د امریکا د کانګرس غړي په لومړي ځل سوریې ته تللي.
۳_د لیبیا لوی مفتي شیخ الصادق الغریاني: مصري، مراکشي، اردني او اماراتي وګړي دې ټول هغه اسرائیلي وګړي ووژني چې د دوی هېوادونو ته ورغلي دي.
۴_کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله نږدې ۱۵۰ کسان مړه شوي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.