ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۳/۳ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د کابل او کندهار پر لویه لاره د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۵ تنه مړه شوي.

۲_د عامې روغتیا وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې د ۴۲۶۸۳ روږدو کسانو درملنه شوې.

۳_له پاکستانه وراد شوي څه باندې ۱۰۰ ټنه بې‌کیفیته جوار بیرته وګرځول شول.

۴_ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان له رئیس سره کتلي.

۵_کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بېړنۍ غونډه ترسره کړه.

۶_د لس زره مېګاواټه برښنا پروژې د لومړي فاز چارې به ژر پیل شي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په شهادت رسولی.

۲_د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لومړۍ ډله څارونکي ایران ته ستانه شوي.

۳_د پاکستان پنجاب د سېلابونو له امله د ډوبېدو له ګواښ سره مخ دی.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_له یمن څخه پر اسرائیلو توغندیز برید شوی.

۲_دمشق کې پر پوځي هډې د اسرائیلو په برید کې شپږ سوريه‌یي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.

۳_غزه کې د لوږې له‌ امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۳۱۳ تنو ته ورسېد.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې پر پولیس افسرانو وسله‌وال برید شوی.

۲_د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر: هېواد یې له روسیې سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version