ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۳/۱۰ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د زلزلې له زیانمنو سره د مرستو لپاره د سوداګریزو بانکونو له خوا ځانګړي حسابونه پرانیستل شول.

۲_تېرې دوه ورځې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو او ټپيانو انتقال لپاره ۱۵۵ پروازونه ترسره شوي.

۳_‏ملا عبدالغني برادر د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج پرانیسته وکړه.

۴_د متحده عربي اماراتو ژغورونکې ډله افغانستان ته روانه شوه.

۵_له کنړه ننګرهار ته د انتقال شویو بې سرپرسته ټپیانو د مراقبت لپاره ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.

۶_کورنیو چارو وزارت: روغتیايي ټیمونه مو لا هم په زلزله‌ځپلو سیمو کې د زیانمنو هېوادوالو پر خدمت بوخت دي.

۷_د کنړ مرګوني زلزلې د شهیدانو شمېر ۱۴۵۷ تنو ته لوړ شو.

۸_د وروستۍ زلزلې ۳۰ بېړني ټپیان د لا ښې درملنې په موخه په پوځي الوتکو کې کابل ته ولېږدول شول.

۹_د ۲۰۱ خالد بن ولید رض سلګونه سرتېرو د زلزلې ټپیانو ته زرګونه سي‌سي وینه ډالۍ کړه.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بلوچستان کې سرتېري برید ۵۲ تنو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې.

۲_پاکستاني طالبانو سوات کې د کومانډویي پوځیانو چاپه ماته کړې او درې تنه یې ترې ژوندي نیولي.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_د یمن حوثیان: د صهیونیستي پوځ د لوی درستیزۍ ودانۍ مو په نښه کړه.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: زما ګرم سلامونه ويلادیمیر پوتين او کيم‌ جونګ اون ته ورسوئ.

۲_د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جیک سالیوان: ټرمپ د شخصي ګټو لپاره له پاکستان سره سوداګریزې معاملې کوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version