ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۱۰/۲۲ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کابل کې د افغانستان او قزاقستان اړيکو د پراخېدو په موخه علمي ناسته شوې.
۲_د کورنيو چارو د سرپرست وزير په مشرۍ د ياد وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.
۳_افغان او قزاقستاني لوريو افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ برخه کې پر پانګونې خبرې کړي.
۴_د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده تائید کړه.
- [ ] سیمه:
۱_عباس عراقچي: له امريکا سره مو د دويم پړاو مذاکراتو لړۍ ښه پر مخ روانه ده.
۲_پاکستاني طالبانو ملاکنډ کې نیول شوی د پاکستان د استخباراتي ادارې کارمند په هلاکت ورساوه.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_د حماس غورځنګ له غړو سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر لیدنه؛ د غزې وروستیو تحولاتو په اړه خبرې شوي.
۲_د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت: افراطي اسرائيلي ګوندونه د اقصی جومات نړولو او د خپل معبد جوړولو پلان لري.
- [ ] نړۍ:
۱_د یمن حوثیانو د امریکا ۲۱مه بې پیلوټه الوتکه هم راوغورځوله.
۲_زرګونه امريکايي وګړو د ټرمپ پر ضد لاریون کړی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.