ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۱۱/۲۶ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال: د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل يوه اړتيا ده او موږ ورته ژمن يو.
۲_نورالدين عزيزي: روسیې او چین سره سوداګري له ډالرو ملي پيسو ته اړوو.
۳_د پاکستان له زندانونو نږدې ۳۰۰ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته ستانه شول.
۴_د سالنګ لویې لارې اصلي مسیر د بیارغونې په موخه د وسایطو پرمخ تړل کېږي.
۵_پنجشېر کې د یوه سل بستریز روغتون د جوړولو لپاره بودجه منظوره شوه.
- [ ] سیمه:
۱_د ايران او امريکا ترمنځ پنځم پړاو خبرې په محدود پرمختګ پای ته رسېدلي.
۲_د ايران د وسله وال ځواک لوی درستيز محمد باقري: که امريکا په سيمه کې جګړه پيل کړي، نو پای به یې د ويتنام او افغانستان په څېر وي.
- [ ] نړۍ:
۱_جرمني کې د چاقو برید کې ۱۲ کسان ټپیان شوي.
۲_امريکا له سوریې سره د سوداګريزې راکړې ورکړې بنديز لرې کړ.
۳_د يمن په پلازمېنه صنعا کې د وسلو په يوه ګودام کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي.
۴_روسیې اپل شرکت د ناسمو تبلیغاتو په تور څه باندې لس میلیونه روبله جریمه کړی.
۵_روسیې او اوکراین نږدې ۴۰۰ نظامي او غیر نظامي بندیان تبادله کړي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.