ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۵ ھ ق.

– [ ] افغانستان:
۱_په کابل هوايي ډګر کې د يوه کارګو شرکت له لوري قاچاق کېدونکې ۵۸ کيلو ګرامه قيمتي ډبرې نيول شوي.

۲_د افغانستان برېښنا شرکت پلاوی پر برېښنایي پروژو د خبرو اترو لپاره ترکمنستان ته تللی.

۳_د افغانستان بانک رئیس کابل کې د چین له سفیر سره د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

۴_پکتیکا کې ۱۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې.

۵_د لوی اختر په مناسبت ټول هېواد کې څلور ورځې رخصتي اعلان شوه.

۶_د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر: د پنجشېر سل ټنه تازه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او روسیې ته صادرېږي.

۷_۵۰ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض قوماندانۍ له پوځي او مسلکي زده کړو فارغ شول.

۸_پنجشېر کې د امینت د لا تامين په موخه امنيتي کمرې فعاله شوې.

۹_پکتيکا کې هغه غله نيول شوي چې له يوه کور څخه یې ۱۲۰ زره ډالر او نهه ميليونه کلدارې غلا کړې وې.

۱۰_عدلیې وزارت: ننګرهار کې د حاجي قدیر ښارګوټي په نامه څه باندې ۱۲سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه.

– [ ] سیمه:
۱_بلوچستان کې د پاکستاني پوځ د یوه ملاتړي پر موټر چاودنې پنځو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

– [ ] نړۍ:
۱_امريکا کې د اسرائیلو په ملاتړ په راټولو شويو خلکو بريد کې شپږ تنه ټپيان شوي.

۲_اوکراین: د روسیې ۳۴سلنه ستراتیژیکې الوتکې مو له‌منځه یوړې.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version