د سرپرست حکومت له نږدې څلورو کلونو تیرېدو او د دغه هېواد له پولو بهر د مقاومت جبهې د حضور له اعلان څخه وروسته، اوس د دغه جبهې له دننه ډیر غږونه پورته شوي او د دغې بدنامې جبهې د خودخوانده مشر احمد مسعود د بې کفایتۍ خبره کېږي.
د جبهې دننه د دغو ټولو نا رضایتیو ریښه د سرپرست حکومت پر ضد د مبارزې په برخه کې د احمد مسعود مطلق ناکامي بلل کېدای شي؛ په دې ډول چې هغه نه یواځې دا چې په افغانستان کې یې د دغه جبهې لپاره ځای نه شوای پیدا کولای، بلکې د بهرنیو هېوادونو د ملاتړ په جلبولو کې هم بریالی نه شو.
ایران ته د احمد مسعود د وروستي سفر او د سپاه پاسداران او د دغه هېواد له استخباراتي ادارو سره د هغه د لیدنې په ترڅ کې، د دغه جبهې د پلویانو ترمنځ د نا رضایتیو یوه لویه څپه رامنځ ته شوې ده؛ هغه اعتراضونه چې په دې لیکنه کې به یې دوو ته اشاره وکړو، وړاندې د «هندوکشغږ» ادارې له خوا هم خپاره شوي دي.
ادریس ستانکزی یو له همدې دوو کسانو څخه دی؛ هغه کس چې د جمهوریت د نسکور شوي حکومت پر مهال یې د کورنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. هغه ایران ته د احمد مسعود د وروستي سفر په غبرګون کې ویلي چې احمد مسعود یو جاسوس دی او له هغه وروسته چې امریکایانو ورته شا کړه، اوس هڅه کوي چې له سپاه پاسداران او د ایران له استخباراتي ادارې سره وګوري، له هغوی څخه پیسې او کاري دفترونه ترلاسه کړي او په بدل کې یې په افغانستان کې د ایران د ګټو لپاره خدمت وکړي.
د ستانکزي په وینا، احمد مسعود له هغه وروسته چې د لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا د ملاتړ له لاسه ورکړ، یو ځل بیا د خپل پلار احمدشاه مسعود پخوانیو بادارانو، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان استخباراتي ادارو ته رجوع کړې او اوس هڅه کوي چې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي او د هغوی غلامي ومني.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې د جنګ سالارانو اصلي ماهیت ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې احمد مسعود هم د نورو جنګ سالارانو په شمول د خپل پلار په څیر هڅه کوي چې یو ځل بیا د قوم او تبار له نوم څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره زرګونه تاجیک ځوانان د خپلو او نورو د ګټو قرباني کړي، خو ټول امتیازات د خپلې کورنۍ لپاره وساتي.
د مقاومت جبهې یو بل پلوی چې خبرې یې د «هندوکشغږ» ادارې له ادرسه په څلورو برخو کې خپرې شوې، په تېز لحن سره وايي: «احمد مسعود فاسد دی او شاوخوا یې هم فاسدو کسانو احاطه کړې ده؛ هغه نه مشر دی او نه د مشرۍ په اړه په څه پوهېږي، د ماشوم په څیر دی او په سیاست کې په هیڅ نه پوهېږي. راتلونکی نه لري؛ غوره ده چې اوس لاړ شي درس ولولي.»
هغه احمد مسعود په دې تورن کړی چې د هغو کورنیو په اړه بې پروا دی چې اولادونه یې د دې جبهې په دام کې را لویدلي او د مسعود د هوسونو په لار کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او زیاته کړې یې ده: «خلک دې تباه کړل، په ځانګړې توګه د پنجشیر خلک، خدای دې تا تباه کړي!»
د مقاومت جبهې دا غوسه ناک پلوی، چې اوس د خودخوانده مشرانو په اصلي حال پوه شوی، د مسعود بې کفایتۍ او د سرپرست حکومت پر ضد په مؤثره مبارزه کې د هغه ناتوانۍ ته په اشارې سره وايي: «په دې تیرو څلورو کلونو کې مو د خلکو لپاره څه کړي دي؟ د هغوی کوم درد مو دوا کړی او کوم ګل مو اوبه کړی دی؟ آیا په دې سختو شرایطو کې مو اصلاً د پناه غوښتونکو سخت وضعیت ته کتلي دي؟»
که رښتیا د سرپرست حکومت مخالفې جبهې د دې کړیدلي ولس د ملاتړ دعوه کوي، نو ولې د ایران او پاکستان په څیر هېوادونو څخه د مهاجرینو د خراب وضعیت او په اجباري توګه د هغوی د اېستلو په وړاندې چوپ پاتې دي؟ مګر داسې نه ده چې که د ایران او پاکستان پر کړنو نیوکه وکړي، خپل وروستي باداران او د ملاتړ سرچینې به له لاسه ورکړي او شخصي ګټې به یې په خطر کې شي؟
هغه زیاتوي چې مقاومت جبهه او مشران یې هیڅ ډول لاسته راوړنه نه لري او آن هیڅ حکومت حاضر نه دی چې له هغوی سره خبرې وکړي یا یې خبرې واوري. د هغه په وینا، د جبهې مشران له خپلو کورنیو سره له هېواد بهر آرام او هوسا ژوند لري، خو د خلکو اولادونه جګړې او تاوتریخوالي ته رابولي.
په پای کې په یو تریخ حقیقت باندې هم اعتراف کوي او وايي: «په خدای قسم د طالبانو حکومت د هغه حکومت څخه چې ته یې جوړول غواړې، سل چنده ښه دی؛ هلته د شرابو، زورواکۍ او ظلم خبره نشته. هو، ستونزې شته، په هر حکومت کې ستونزې شته، آن په امریکا، پاکستان او ترکیه کې.»
په پای کې ویلی شو چې هغه څه چې نن د مقاومت جبهې له جوړښت څخه بهر ته راوتلي، تر هر څه ډیر د یوې ناکامې او بې ریښې سیاسي پروژې د تدریجي پاشل کېدو ښکارندویي کوي؛ هغه جریان چې د خلکو د ملاتړ شعار ورکوي، خو په عمل کې پخپله د فساد، خودخواهۍ او معامله ګرۍ په نښه بدل شوی دی.
د پروني یارانو د اعتراض چیغه، د دې حقیقت بیان ده چې دې جبهې نه یواځې د خلکو له اوږو بار نه دی سپک کړی، بلکې پر زخمونو یې ورته مالګه شیندلې ده؛ هغه خلک چې کلونه، کلونه د هغو مشرانو د جاه طلبیو قرباني شوي چې د خپلو شخصي ګټو پرته یې بل څه په فکر کې نه درلودل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.