د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د نورستان دواب ولسوالۍ له کانونو استخراج شوې، د «بیروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنیټ» قیمتي ډبرې د ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت پر ملي سوداګرو وپلورل شوې.
د یاد وزارت په وینا، له دې درکه ۵ میلیونه او ۲۲۶ زره افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
