د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو (G7) مشران نن په کاناډا کې خپله غونډه په داسې حال کې پیلوي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د روانې جګړې نن څلورمه ورځ ده او پر دې غونډې یې هم سیوری غورځولی دی.

د غونډې تمرکز چې تر دې وړاندې د نړۍوالو اقتصادي مسایلو او تجارتي ستونزو پر حل و، اوس د منځني ختیځ ژور بحران ته اوښتی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باور لري چې جګړه ممکن تهران دې ته اړ کړي چې د اټومي تړون منلو ته چمتو شي.

د برېتانیا او فرانسې مشرانو هم پر ایران غږ کړی، چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي او د سولې خبرو ته راستون شي.

ياده دې وي، چې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په جوړښت کې کاناډا، فرانسه، جرمني، ايټاليا، جاپان، بریټانيا او امريکا هېوادونه شامل دي او اروپايي اتحاديه بيا د نه شمېرېدونکي غړي په حيث پکې ګډون لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version