نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د اسین (ASEAN) درې ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره مالیزیا – کولا لامپور ته رسېدلی او د دغه هېواد لومړي وزیر انور ابراهیم یې هرکلی کړی دی.
اسین یا د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو سازمان غونډه سږکال مالیزیا کې کیږي، چې د اسین ۱۱ غړو سره سره د نړۍ نور مشران (د امریکا ولسمشر، د چین لومړی وزیر، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، د جاپان لومړۍ وزیره، د جنوبي کوریا ولسمشر او نور به هم پکې ګډون وکړي. د هند لومړی وزیر آنلاین ګډون پکې کوي.)
دغې غونډې ته د رسنیو ۳۰۰۰ پرسونل بلل شوی، خو تر ټولو مهم ملاقاتونه به د بندو دروازو تر شا وي.
د اسین مشران به د سوداګرۍ، تعرفو او نورو سوداګریزو معاملو په اړه د خبرو اترو لپاره د ټرمپ یا د هغه حلقې له غړو سره د لیدنې فرصت لپاره سیالي وکړي. ټرمپ روان کال د دغه بلاک په ډېرو غړو د تر ۴۰ سلنه پورته تعرفې ولګولې.
