د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د نیمروز په بندر کې یې د ۵۶.۶۲ ټنه بېکیفیته بټریو د واردېدو مخه نیولې او دوې محمولې یې بېرته خپل مبدأ هېواد ته ګرځولې دي.
د معلوماتو له مخې، دغه دوې محمولې د کیفیت تر ارزونې او کنټرول وروسته له کورنیو معیارونو سره په ټکر کې پېژندل شوي، له همدې امله هېواد ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د معیار او کیفیت اداره وايي، د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په منظم او شفاف ډول روان دی او د بېکیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردېدو مخنیوي ته ژمنه ده.


