د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت یوه پلاوي د کابل په استالف ولسوالۍ کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو سره د اسلامي شریعت د پلي کېدو، د ولسي همغږۍ او د سیمهییزو ستونزو د حل په اړه غونډه کړې کړې.
د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد اجان رهبر په مشرۍ په دې غونډه کې د اسلامي نظام د ملاتړ او له سیمهییزو ستونزو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو د اسلامي نظام حاکمیت د الله تعالی له لوري ځانګړی رحمت بللی او د خلکو ترمنځ یې د یووالي، ورورولۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. هغوی همدارنګه خپلې سیمهییزې ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې، چې د آبګردان بند رغونه، برېښنا، کرنه، زدهکړې، روغتیا او د مخابراتي شبکو ستونزې پکې شاملې دي.


