د حماس غورځنګ د سياسي دفتر غړي حسام بدران په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د اسرائیل لخوا په دوحه کې ترسره شوي جنایت دا ثابته کړه، چې دا رژیم یو عادي دولت نه؛ بلکې د ترهګرو او وژونکو ډلو ټولګه ده.
بدران ټینګار کړی، چې دغه رژیم یوازې د فلسطینیانو پر ضد نه؛ بلکې د ټولې سیمې پر وړاندې یو ستر ګواښ دی او له ټولو سره په جګړه کې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین له ټولو سیاسي ډلو، ملي شخصیتونو او د خلکو له بېلابېلو قشرونو څخه د ملاتړ پیغامونه حماس ته رسېدلي، چې دا د هغوی لخوا له دوحې سره د اسرائیلي اشغالګرو د برید پر وړاندې د یووالي څرګندونه ښيي.
بدران دا هم ویلي، چې د حماس د مشرانو وینه تر هغو ماشومانو، مېرمنو او مشرانو ګرانه نه ده، چې په غزه کې قرباني کېږي.
هغه ټينګار کړی، چې حماس به د خپل ولس لپاره جګړه، سیاست او دیپلوماسي روانه ساتي او هېڅ ځواک به یې له ملي مسؤلیتونو را ونه ګرځوي.