د نیپال لومړي وزیر، د دغه هېواد په پلازمېنه کټنمانډو کې له پرله‌پسې لاریونونو وروسته له خپلې دندې استعفاء کړې او په الوتکه کې له پلازمېنې وتلی.

لا معلومه نه‌ده، چې د نوموړي الوتکه کوم هېواد ته تللې ده.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې قهرجنو لاریونوالو د لومړي وزیر کور او د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ ته هم اور اچولی.

سمدستي په دغو لاریونو کې دولتي تاسیساتو ته له پراخو زیانونو اوښتو سربېره د ۲۷ کسانو وژل کېدل تائید شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version