د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، که پاکستان د اپينو په مرکز بدل شي؛ نو له دغه هېواده د ترهګرۍ او وسله والو ډلو د تمويل جدي ګواښ متوجه دی.

خليلزاد په دې اړه ويلي «له پاکستانه یو بد خبر! ټيلیګراف راپور ورکوي، چې دغه هېواد د نړۍ د اپينو پلازمېنه ګرځېدلې ده. که دا رښتیا وي، نو ډېر ګواښونه ترې شته؛ د ترهګرۍ او وسله والو ډلو تمویل، د اقتصاد او سیاست لا زیات جرمي کېدل او په مخدره توکو د خلکو روږدي کېدل.»

نوموړی زياتوي، چې په پاکستان کې د نشه يي توکو ازاد کښت له ګاونډیو ورهاخوا د نورو هېوادونو لپاره هم یو ګواښ دی.

خليلزاد همدا راز د پوښتنې په ډول لیکلي، چې ایا پاکستان له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره کوم پلان لري او که نه!؟

هغه تر متن وروسته، افغانستان، ایران، هند، چین، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکیه او ترکمنستان هېوادونه هم مېنشن کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version