Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د نېله‌باغ هستوگنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
    افغانستان

    د نېله‌باغ هستوگنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    صابر افغانصابر افغان8 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د نېله‌باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نیله‌باغ هستوگنیزه پروژه د هېواد په ابادۍ مهم پرمختگ دی.: «د افغانستان اسلامي امارت د نورو بېخ‌بنسټو پروژو ترڅنگ د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي گامونه اخیستي، چې د نوي کابل د لومړي فاز دوهمه برخه او یو شمېر نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو.»

    په خبرپاڼه کې د ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداگرۍ سکټورونو ترڅنگ د ودانیزو پروژو په برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانگه‌والو ته د پانگونې زمینه برابره کړې.

    ده وویل، دغه پروژه د چین حکومت له لوري پرمخ وړل کېږي او له چین څخه یې وغوښتل چې له افغانستان سره د یو ښه گاونډي په توګه د سیمه‌ییز اتصال غوندې مهمو مسئایلو کې هم په مشترکه او همغږې توگه کار وکړي.

    ښاغلي برادر له چینايي پانگه‌والو وغوښتل چې په د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي او له شته فرصتونو څخه دې گټه واخلي، چې په دې سره به د کابل او بېجینگ ترمنځ اقتصادي او سوداگریزې اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.

    ښاغلي عبدالغني برادر اخوند د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل چې په پلازمېنه کابل کې د تعمیراتي چارو ستونزو ته رسېدنه وکړي او اجازه ورکړي چې ودانیز کارونه پیل شي، څو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره او زېربنایي صنعت پرمختگ وکړي.د نېله‌باغ هستوگنیزه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته جوړېږي، چې شاوخوا ۷۱ میلیون ډالره لگښت پرې راځي.

    په دغه پروژه کې ۱۴۰۰ هستوگنیز کورونه په ۵۶ بلاکونو کې په نظر کې نیول شوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر څارنې لاندې به یې د جوړېدو چارې په ۳ کلونو کې بشپړې شي.

    د دې پروژې د لومړۍ برخې د کار پیلولو تړون د ۲۰۲۰ کال سپتمبر کې د افغانستان د مخکېني حکومت د ښار جوړولو وزارت او “اېم سي سي-۱۹” شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.

    خو د دې پروژې عملي چارې د نامعلومه دلایلو له مخې تر اوسه ځنډېدلې وې.

    مخکینۍ مقالهعدلیې وزارت دوه گوندونه او ۷۵ ټولنې د ناقانونه فعالیت په دلیل امنیتي ارگانونو ته ورپېژندلي دي
    راتلونکي مقاله پاکستان د نوې او خطرناکې لوبې د پیلولو په هڅه کې

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.