هندوکش غږ اداره د کوچني اختر د مبارکې ورځې په مناسبت ټول اسلامي امت ته، په ځانګړي ډول د افغانستان او غزې زړورو ملتونو ته او هغه سرښندونکو اتلانو ته چې د دوی له قربانیو څخه د اختر خوښي ممکنه شوې ده، د زړه له تله مبارکي وایي.

د روژې میاشت د صبر، زغم، عبادت او رحمت میاشت وه او اوس د اختر خوښي ده؛ د شکر، محبت، ورورولۍ او یووالي شېبې. اللهﷻ دې زموږ او ستاسو روژې، عبادات، طاعات او دعاګانې په خپل دربار کې قبولې کړي او موږ ته دې د سولې، عزت او پرمختګ خوښي رانصیب کړي.

درنو هېوادوالو!
راځئ چې دا مبارک اختر د محبت، ورورولۍ او یووالي په فضاء کې ولمانځو. زړونه له کینې پاک کړو، مرور راپخلا کړو، د خپلو خپلوانو، ګاونډیانو او دوستانو دروازې وټکوو، یتیمانو ته د پلار سیوری شو، بېوزلو ته لاس ورکړو او په هرې غمجنې شونډې د مسکا راوستلو هڅه وکړو.

هندوکش غږ ستاسو د خوښیو غږ، ستاسو د دردونو انعکاس!
کوچنی اختر مو مبارک، اللهﷻ دې دا اختر د سولې، هوساینې او عزت زېری کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version