Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د هایټي له ملي زندان څخه زرګونه بندیان تښتیدلي
    نړۍ

    د هایټي له ملي زندان څخه زرګونه بندیان تښتیدلي

    صابر افغانصابر افغان4 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې د هایټي هېواد په ملي زندان کې د پولیسو او وسله والو جنایي ډلو تر منځ د جګړې وروسته زرګونه بندیان تښتېدلي دي.

    د یاد هېواد خبریالان، چې د مارچ درېیمه په پلازمینه “پورټوپرېنس” کې دې زندان ته ورغلي وایي، چې په زندان کې دننه او د باندې یې مړي لېدلي دي.

    د مالوماتو له مخې هایټي په نړۍ کې یو له محرمو او کمزورو هېوادونو له جملې څخه شمېرل کېږي، چې د امریکا په لویه وچه کې موقعیت لري، دغه هېواد د جنایي ډلو او مجرمینو په درلودلو سره یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.

    ویل کیږي، چې د یاد هېواد د پلازمینې ۸۰ سلنه خاوره کې جنایي ډلې غیر قانوني کړنې ترسره کوي.

    یو انجینر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د ملي پولیسو سره په ګډه کار کوي، تر څو په زندان کې د مړو شویو او ټپي شویو کسانو په هکله مالومات راټول کړي.

    دې انجینر وویل، چې د ملي پولیسو او جنایي ډلو تر منځ د جګړې نه وړاندې په زندان کې نږدې ۴۰۰۰ بندیان و او د یکشنبې په سهار پکې یوازې ۹۹ تنه پاتې وو.تر اوسه نده مالومه، چې څومره بندیان په جګړې کې وژل شوي او څومره یې تښتېدلي دي.

    عیني شاهدان وایي، چې یو شمېر عام خلک هم د زندان څخه د باندې د پولیسو او جنایي ډلو تر منځ په ډزو کې وژل شوي، خو شمېر یې معلوم نه دی. مسؤلینو ویلي، چې په دې پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو په اړه به مالومات وروسته خپاره کړي.

    یو شمېر عام خلک د زندان څخه د باندې د پولیسو او جنایي ډلو تر منځ په ډزو کې وژل شوي.راپورونه وایي، چې په دغه زندان کې یو شمېر مهم کسان هم بندیان وو، چې د پارلمان د پخواني مشر چالرز چانسي او د دې هېواد د پخواني جمهور رئیس “جوویل مویس” د ترور په قضیې کې یو مهم مشکوک شخص جوسیف فیلیکس او د کلیفورډ برانډیټ په نامه د مخدره موادو محکوم شوی کاروباري، چې د هایټي یو تر ټولو شتمن شخص دی، هم بندیان وو.

    دې انجینر ویلي، چې برانډیټ په زندان کې د جګړې له پیل کېدو څخه وړاندې بل ځای ته لېږدول شوی و.

    یوه ویډیو، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې په کې ښودل کیږي، چې برانډیټ پداسې حال کې له زندان څخه اېستل کیږي، چې په وسلو سمبال پولیس ورسره دي.

    مسؤلینو همدارنګه ویلي، د کولمبیا ۱۸ پخواني سرتېري، چې د هایټي د پخواني جمهور رئیس د ترور په قضیې کې تورن دي، له زندان څخه نه دي تښتېدلي.

    د هایټي لومړی وزیر آریل هینري اوس مهال له هېواده بهر دی، نوموړی تېره اوونۍ کینیا ته تللی.

    هلته یې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کینیا ۱۰۰۰ پولیس په هایټي کې په ګڼ ملتیز امنیتي ځواک کې ماموریت ترسره کړي.

    ملګرو ملتونو د دې ځواک جوړیدو ته اجازه ورکړې، چې په دې هېواد کې د جنایي ډلو سره مقابله وکړي او امنیتي فضا را منځ ته کړي.

    مخکینۍ مقالهجنرال یحیی سریع: تر هغې چې په فلسطین کې جنګ پای ته ونه رسېږي، موږ به د بیړیو په نښه کولو ته دوام ورکړو‏
    راتلونکي مقاله ورښتونو او سړې هوا کندز او سرپل کې زرګونه څاروي تلف کړي

    مربوطه لیکنې

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین: روسیه ښايي د دونېڅک پاتې سیمې د اروپا او اوکراین له اټکل ډېرې ژر ونیسي

    2 اکتوبر 2026

    امریکا ایراني پلاوي ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی

    1 اکتوبر 2026

    د اروپا د احتمالي برید په اړه د روسیې سخت خبرداری؛ له اروپا سره جګړه به ډېره لنډه وي

    1 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 3 اکتوبر 2026

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    د تش په نوم مقاومت جبهې، د فرهنګي چارو مسؤل او د دې جبهې دننه…

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    3 اکتوبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.