د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د هرات-خواف رېلپټلۍ د دویم فاز په مسیر کې د استملاکي ځمکو متضررینو ته ۶۴ میلیونه او ۱۸۸ زره افغانۍ ورکول شوې دي.
د خبرپاڼې لهمخې، د یادې رېلپټلۍ د دویم فاز څلورمې برخې مسیر کې ۱۵۲ تنه متضررین تثبیت شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه متضررین د هرات ګذرې او انجیل ولسوالیو کې تثبیت شوي او ورته د خسارې ورکولو لپاره ټولټال ۱۸۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
