مهر نیوز خبري اژانس د نړیوالو شمېرو له مخې خبر ورکړی، چې ایران په ۲۰۲۵ کال کې د سرو زرو د پېر په برخه کې د نړۍ په کچه د پنځو سترو هېوادونو په ډله کې ځای خپل کړی دی.

راپورونه ښيي چې چین د ۸۳۰ ټنه تقاضا سره د جدول په سر کې ولاړ دی او هند د ۷۱۰.۹ ټنه تقاضا سره دوهم مقام لري.

امریکا د ۱۷۵.۳ ټنه تقاضا سره درېیم ځای خپل کړی دی او له ترکیې وروسته چې ۱۰۳.۹ ټنه تقاضا لري، ایران د ۷۲.۷ ټنه سرو زرو په پېر سره د نړۍ په کچه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.

کارپوهان وايي، د ایران له لوري د سرو زرو لوړه تقاضا د اقتصادي بې‌ثباتۍ، د اسعارو د ارزښت ټیټېدو او د پانګې د خوندي کولو د هڅو پایله ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version