د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کندز امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېر یوه کال کې لسګونه ميله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۲۲ ميله کلاشینکوفونه، یو شمېر تمانچې، څلور ميله چرهییز ټوپکونه، یو شمېر بمونه او زرګونه فیره مرمۍ شاملې دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغو وسلو او مهماتو د ترلاسه کېدو او له هغو څخه د غیرقانوني استفادې په تړاو ۵۲ تنه نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
