د هرات ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په هرات کې د ایران جنرال کونسل علي‌رضا مرحمتي د دې ولایت له والي مولانا اسلام‌جار سره کتلي دي.

سرچينې ويلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د هرات والي د اسلام‌کلا بندر له لارې د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ایران د جنرال کونسل د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version