د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې، د هرات ولايت د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنيز مرکز څخه ۶۰۰ پولیس د مسلکي او عقیدتي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او بری لیکونه یې ترلاسه کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، فارغ شویو منسوبینو ولسونو ته ډاډ ورکړی چې په ملي او ایماني جذبه به د خپلو خلکو او هېواد ساتنه کوي او دښمن به پرې نه ږدي چې عامه نظم ګډوډ او ټينګ شوی امنیت وګواښي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له ښوونیزو مرکزونو په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه پولیس له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي او د هېواد بېلابېلو سیمو ته د دندو لپاره لېږل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version