يو شمير تکنوکراتان چې زياترو يې د جمهوريت په دوره کې دندې درلودې پتيلې د دوهم ځل لپاره په ترکيه کې ناسته ترسره کړي، د معلوماتو له مخې دوی د پخوانۍ شمالي ټلوالې د ځينو مشرانو سره هم ليدلي او هڅه يې کړې چې هغوی په انفرادي ډول دې‌ته قانع کړي چې په دې غونډه کې برخه واخلي.

د يوې کره سرچينې له قوله دا د انګلستان او ناروې هيوادونو د استخباراتي سازمانانو مشترکه پروژه ده، اصل هدف يې د ځينو نورو شوری ګانو په وړاندې د يو تبليغاتي ماشين رامنځ ته کول دي.

ويل کېږي چې د تيرې غونډې وروسته يې هم داسې شائعات خپاره کړل چې يونس قانوني او ځينې نور له دوی سره د پيسو په ويش جوړ نه شول، ځکه يې د دوی په غونډه کې برخه وانه خيسته او دا ځل پلان لري چې د دې شوری ګانو په ځينو نورو مشرانو پسې تورونه خپاره کړي، خو دا تورونه به له غونډې وروسته خپرېږي.

سرچينه زياتوي چې له اوسني سرپرست حکومت سره دا تکنوکراتان ځينې تماسونه لري او د بېلابېلو شوری ګانو په خلاف يې د همکاريو وعدې هم ورسره کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version