شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د نهر السراج کانال د رغولو لومړي لاټ پروژه د یاد وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.ښاغلي منصور په همدې پار جوړو شویو مراسمو ته ویلي، چې د دې پروژې په پلي کولو سره به د نوموړي کانال اوبه بېرته لومړي حالت ته وګرځي او د ټولو حقابه لرونکو حقابه به تامین شي.نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پروژې برسېره په دغه ولایت کې د چکډمونو درې نورې پروژې هم په پام کې نیول شوي او په نږدې راتلونکې یې چارې پیلیږي.ښاغلي منصور د خبرو پر دوام ویلي، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې له هر پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو کړې او پانګوالو ته یې بلنه ورکړه، چې په پراختیایي پروژو باندې پانګونه وکړي او د دغې «خاورې» په ابادۍ کې ونډه واخلي.د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، دغه پروژه د ۲۷۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سرپرست حکومت له بودیجې څخه د ملي پراختیا شرکت سره قرارداد شوی، چې پکې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سربند او آبګیر ودانۍ-جوړونه، د ۶۵۰ متره په اوږدوالي سره د کانال بیارغونه او ټینګښت، پرچاوي، د سیند د بستر ټینګښت، د ساتونکو خونه او د کنټرولي دروازو نصبول شامل دي.دغه پروژه به د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست تر څارنې لاندې د دوه کلونو په موده کې پلي شي.د یادونې وړ ده، چې د نهر السراج کانال کابو ۲۴ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
ملي دفاع وزارت: د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو د عملیاتو پرمهال ۶۰ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړي1 جولای 2025