د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر ویلي، چې نوی ډیلی د افغانستان د اوبه‌ییزو سرچینو د مدیریت په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي له خپل افغان سیال سره کتنه کې د افغانستان د اوبو مدیریت برخه کې د هندوستان پخوانیو همکاریو ته په اشارې زیاته کړې، چې نوی ډیلي او کابل د اوبو مدیریت او اوبه لګونې په تړاو د همکارۍ ښه مخینه لري.

ښاغلي شنکر د خپلو خبرو په دوام د هندوستان تعلیمي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په تېر کې افغان ځوانانو لپاره اغېزمن بللي او زیاته کړې یې ده، چې دوی به هندي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو لپاره د زده کړو نوي فرصتونه برابر کړي.

اېس جي شنکر وړاندې د ترهګرۍ پر وړاندې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ پر همغږې مبارزې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې «موږ باید په هره بڼه د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې هڅې همغږې کړو.»

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز «د پولې پورې ترهګري» چې هندۍ سرچینې یې یې منشاء پاکستان بولي، دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version