Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د هندوکش‌غږ له‌خوا د مقاومت جبهې او موساد ترمنځ د لیدنو افشا کېدل؛ ایران کې د مقاومت جبهې رسنیز فعال له موساد سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی
    سیمه

    د هندوکش‌غږ له‌خوا د مقاومت جبهې او موساد ترمنځ د لیدنو افشا کېدل؛ ایران کې د مقاومت جبهې رسنیز فعال له موساد سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی

    صابر افغانصابر افغان18 جون 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوکش‌غږ له خوا د مقاومت جبهې او موساد ترمنځ د ژورو اړیکو او تازه لیدنو کتنو په اړه د راپور له خپراوي یوه ورځ وروسته ایراني پولیسو د دغه هېواد په «ری» ښار کې یو افغان «موساد» ته د جاسوسۍ په تور ونیوه.

    د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې نیول شوی افغان د لېسانس دورې محصل دی او په ګرځنده ټلیفون کې یې د ډرون او بمب جوړولو اړوند فایلونه هم موندل شوي، چې د ایران په روانه جګړه کې یې ترې استفاده کوله.

    تېره ورځ (سه‌شنبه‌، د غبرګولي ۲۸مه) د مقاومت جبهې له‌منځه باوري سرچینو هندوکش‌غږ ته راپور ورکړی و، چې د دغې جبهې چارواکي د صهیونیستي رژیم د بهرني استخباراتو ادارې (موساد) سره په ترکیه او فرانسه پر لیدنو بوخت دي.

    د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د موساد افسرانو د دغې جبهې له جاسوسانو غوښتي چې په ايران کې د شته نفوذ او له ايراني حکومت سره له روابطو څخه په استفادې د مهمو ايراني چارواکو د ځايونو او د بدلون په اړه معلومات او له اسرائیلي بريدونو وروسته له زیانمنو سیمو څخه د انځورونو د راټولولو غوښتنه کړې ده.

    لا معلومه نه‌ده، چې نیول شوی افغان د مقاومت جبهې د رهبرۍ (احمد مسعود) او نورو چارواکو سره تر کومې کچې روابط لري؛ خو په دې اړه د هندوکش‌غږ څېړنې ښيي چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې د احمد مسعود او یاسین ضیاء په ګټه د افغان سرپرست حکومت پر ضد منظم نشرات کول او مستعار اکونټونه یې درلودل.

    له بل لوري د سياسي چارو شنونکي سيد بلال احمد فاطمي هم له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، چې ايران کې اسرائيلو ته د جاسوسۍ په تور نیول کېدونکي افغانان په سرپرست حکومت پورې اړوند نه؛ بلکې د تېر پرځېدلي جمهوريت نظاميان او استخباراتي کارکوونکي دي، چې موساد جذب کړي او خپله ګټه ترې اخلي.

    پر دې سربېره عام باور او ډېری موثقې موندنې ښیي، چې ايران کې اسرائیلو ته د جاسوسۍ لپاره د افغانانو جذب د مقاومت جبهې او اسرائيلي استخباراتو سره د اشنا څهرې احمد مسعود له لوري کېږي او غواړي په دې کار سره ځان اسرائيلو ته وفادار وښيي او مرسته ترې وغواړي.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ
    راتلونکي مقاله د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ‌ اون: تهران د اسرائيل پر وړاندې جګړه کې يواځې نه ده، موږ یې بشپړ ملاتړ کوو

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا وزیر فضل شکور خان د نامعلومه وسله‌والو له لوري تښتول شوی

    21 سپتمبر 2026

    تحریک انصاف ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د ټول پاکستان په کچه د پراخو لاریونونو د ترسره کولو پلان لري

    20 سپتمبر 2026

    واشنګټن پوسټ وایي د ایران جګړه کې د امریکايي سرتېرو تلفات تر رسمي شمېرو لوړ دي

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 27 سپتمبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه

    26 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    26 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن یکشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    27 سپتمبر 2026

    د مشترک دښمن خبيث مثلث؛ د مخالفينو يوه بله شومه هڅه ناکامه شوه

    26 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    26 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،195 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.