د فرانسې خبري اژانس د هندي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د هند د اوترا پردېش ایالت د یوه روغتون د بېړنیو خدمتونو په واټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې نهه ماشومان مړه شوي دي.
هند چې مذهبي طبقاتي ټولنیز جوړښت لري، د لرې پرتو سیمو او ټیټې طبقې خلک لازمو صحي او نور عامه چوپړتیاوو ته کمه لاسرسی لري، چې وخت ناوخت پکې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.