بغاوتګر پر طالبانو نیوکه کوي، چې د سیاسي خبرو اترو مېز ته نه کښېني او مذاکرات نه پیلوي؛ طالبان مخاطبوي چې بغاوتګرو ته یې هر ځل ځواب د زور په ژبه وي.
یو شمېر سیاسي حرکتونه، کړۍ او انلاین ولسمشران چې له هېواد څخه بهر یې خبرې اترې پیل کړي، وایي نږدې ورځو کې به د امریکا فلوریډا او متحده عربي اماراتو کې بحثونه ولري.
بغاوتګر چې له هېواد څخه بهر په بېلابېلو نومونو را ټولېږي، د هغه فشارونو پر ابعادو مباحثې کوي، چې له کارولو سره یې د دوحې تړون مطابق بین الأفغاني مذاکرات بیا پیل شي.
د دوحې تړون په تطبیقي برخه کې بین الأفغاني مذاکراتو هم ځای لاره، خو د پرځېدلي جمهوریت وروستي مشر اشرف غني اراده نه درلوده چې مذاکرات کامیاب شي، له همدې کبله یې طالبانو سره بې صلاحیته مذاکراتي ټیم مخ کړ.
دغه مذاکراتي ټیم د سیاسیونو له کشرانو او بې تجربې زامنو جوړ شوی و، په مذاکراتي ډګر کې د طالبانو له داسې باصلاحیته ټیم سره مذاکراتو ته کښېنستل، چې له لسیزو سیاست او جګړې وروسته پوختګۍ ته رسېدلي وو.
پرځېدلی جمهوریت نه په مذاکراتي برخه کې په پرمختګ وتوانېده او نه یې له ښارونو دفاع وکړای شوه، بلکې له مشرانو سره یې کابل هم پرېښود او د واک خلاء رامنځته شوه.
طالبان د نظامي قوت په توګه د خپل اسلامي او ملي مکلفیت له مخې مسؤل وو چې په ښاري ساحو کې د چور، تالان او بې نظمیو د مخنیوي لپاره واک ته را ستانه شي او امنیت یې تأمین کړ.
دا لاملونو د دوحې په تړون کې، د بین الأفغاني مذاکراتو د ترسره کولو بند له منځه یووړ او نور نو داسې مقابل طرف نه وو پاتي چې مذاکرات ورسره وشي.
یو شمېر بغاوتګر چې د واک تږي وو، له خپلو بهرنیو دوستانو یې تمه درلوده، چې د مقاومت په پایله کې د کابل او ولایاتو د بیرته نیولو لپاره د جمهوریت چارواکي منسجم کړي، د همدې لپاره پنجشیر ته وتښتېدل، د شر او فساد جبهې په نوم یې خوځښت رامنځته کړ.
په هماغه لومړیو کې بیا هم طالبانو هڅه وکړه چې د خبرو له لارې مسئله حل کړي، خو بغاوتګرو جګړه انتخاب کړه.
اوس چې بغاوتګر د افغانستان پر یوه لوېشت ځمکه هم حاکمیت نه لري، د بین الأفغاني مذاکراتو غوښتنه کوي؛ په داسي حال کې چې په تیرو دریو کلونو کې بغاوتګرو لسګونه سیاسي او نظامي جبهې جوړي کړي دي.
د بغاوتګرو اوسنی وضعیت چې تر منځ یې خورا ژور اختلافات شته او ټوټه شوي دي، ورسره مذاکراتي مېز ته کښېنستل بې پایلي دي، ځکه هره جبهه یې د واک او قدرت د جزیرو رامنځته کولو غوښتنې لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.