د هند په مرکزي ایالت چتیسګړ کې د “ویدانتا” شرکت په یوه برېښناکوټ کې د بویلر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په کارخانه کې کارګران په کار بوخت وو.
ویل شوي، د پېښې ځای ته مرستندویه ډلې رسېدلي او د مړو شمېر د زیاتېدو وېره هم شته.
په راپور کې د هندي چارواکو له قوله راغلي، چې د دغې پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.


