د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د ټرمپ او پوتین تر منځ تر لیدنې وړاندې ویلي، چې روسیې د اوکراین جګړه ګټلې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، نوموړي زیاته کړې:«خلک داسې انګېري چې دا یوه نهختمېدونکې جګړه ده؛ خو داسې نه ده، اوکرایین جګړه بایللې او روسیې دا جګړه ګټلې ده. یوازینۍ پوښتنه دا ده چې لویدیځ به کله او په کومو شرایطو کې چې د اوکراینیانو تر شا ولاړ دی، ومنئ چې دا کار شوی دی.»
اوربان زیاته کړې، چې اروپا د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال له روسیې سره د خبرو فرصت له لاسه ورکړ او اوس دا ګواښ شته چې د اوکراین په راتلونکې کې د اروپا رول پای ومومي.
د ویکتور اوربان په مشرۍ د هنګري اوسنی حکومت د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي او دغه هېواد په ځلونو په اروپایي ټولنه کې د اوکراین له غړیتوب سره مخالفت کړی دی.