د هنګري لومړی وزیر وېکتور اوربان چې دا مهال د اروپایي ټولنې دوره‌یي مشري کوي، خبرداری ورکړی چې پر اروپا د روسیې بندیزونه د ټولې اروپا اقتصادي سېستم د پرځېدو له ګواښ سره مخ کړی.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛ « په دې برخه کې هیڅ ډول مسئولیت ماته نه راګرځي»

اروپایي ټولنې د روسیې له خوا پر اوکراین د بریدونو له پیلېدو وروسته پر روسیې یو شمېر بندیزونه لګولي چې په بدل کې یې روسیې هم پر اروپا ځیني بندیزونه لګولي و، د اوربان په وینا نسبت روسیې ته اروپایي ټولنې له دغو بندیزونو ډېر زیان منلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version