د هنګري لومړي وزير ویکتور اوربان اوکراين لپاره د اروپايي ټولنې نوی پلان، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد شاملول دي د هنګري پر وړاندې د جګړې اعلان بللی دی.

اوربان ويلي، اروپايي ټولنه او اوکراین د هنګري د خلکو پریکړې ته درناوی نه کوي او له بېلو لارو چارو د هنګري حکومت د نسکورولو اراده لري.

نوموړي دا سختې څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې اروپايي ټولنې تر ۲۰۲۷ کال پورې په دې ټولنه کې د اوکراين شاملول په نظر کې نيولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version