له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې ناسته ترسره شوې ده.
سرچينې ويلي، په دې ناسته کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د حاجیانو د پر وخت لېږد، د حج مناسکو زده کړې لپاره د ښوونکو ټاکلو او د الوتنو د مهالوېش تنظیم راپور وړاندې کړی دی.
د معلوماتو له مخې د ناستې په پای کې، بیتالله شریف ته د حاجیانو د پر وخت لېږدولو، د الوتنو د مهالوېش تنظیمولو او زیارت کوونکو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په اړه لازمې پرېکړې شوې دي.
