Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د هوایي ځواک پوهنتون څخه درې تنه مجاهد پيلوټان فارغ شول
    افغانستان

    د هوایي ځواک پوهنتون څخه درې تنه مجاهد پيلوټان فارغ شول

    صابر افغانصابر افغان14 سپتمبر 2024۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې په لومړي ځل د ياد وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه درې تنه مجاهد پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته نن فارغ او خپل عملي پروازونه یې په بریالیتوب سره ترسره کړل.

    د ملي دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د درې تنو مجاهدو پيلوټانو له فرغاست سربېره د هوایي ځواک او مدافعه هوایي پوهنتون چې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ په هڅو پیل شوی نن ۱۲۰ تنه ځوانان د څلور کلنو پیلوټي زده کړو لپاره جذب کړل چې له ډلې یې ۸۰ تنه پیلوټان، ۲۵تنه انجینر پیلوټان او ۱۵ کشاپ پروازي پیلوټان شامل وو، او درسونه یې رسماً پیل شول.

    خبرپاڼه زياتوي چې په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د کورنیو چارو وزارت وزیر خلیفه سراج الدين حقاني په خپلو خبرو کې وویل: الحمدلله زموږ هوایي ځواک ورځ په ورځ پخپلو چارو کې خپلواک کېږي، تاسو کوشش وکړئ خپلې زده کړې په صحیح ډول وکړئ، هېڅکله مه بې حوصلې کېږئ، خپلو هیوادوالو ته لاس ورکړئ او متحد شئ او کوم پیلوټان وروڼه چې بهر ملکونو ته تللي، هغوی ته زموږ غېږه خلاصه ده دوی کولای شي چې خپل هیواد ته راشي او هیوادوالو ته خدمت وکړي.

    خبرپاڼه زياتوي چې د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین “فطرت” یادو پیلوټانو ته په خبرو کې وویل: په تېرو شلو کلونو کې د ځینو افغانانو اشتبهات د افغانستان د اشغال سبب وو، خو د اسلامي امارت زعیم هغوی ته عفوه وکړه، نن ورځ زموږ هر هیوادوال کولای شي چې دلته خدمت وکړي او هیواد په خپلو پښو ودروي، زموږ ملي اسلامي اردو په واقعي توګه د هیواد ساتونکي دي، موږ پرځان ستړیا راولو ترڅو هیوادوالو مو په آرامه ژوند وکړي.

    مخکینۍ مقالهافغانستان کې د تاريخي آثارو د قاچاق او غیر قانوني کيندنو مخنیوی شوی
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۳/۱۱ ھ ق.

    مربوطه لیکنې

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026

    له غزې سره د افغان حکومت د مرستې په تړاو د عربانو تبصرې

    16 اپریل 2026

    افغان‌نښان ویشتونکو کونړ کې پر فرضي کرښه دوه پاکستاني ملېشې په نښه او هلاک کړي

    16 اپریل 2026

    ۱ څرگندون

    1. امين الله on 23 اگست 2025 6:00 AM

      زه آمين الله د محمد ظاهر زوي د وردګو ولايت دبند چک ولسوالۍ د شیخ یاسین د کلي اوسيدونکي يم زه هوايي پوهنتون ته بريالی شوي يم اوس غواړم چې د ثبت نام په اړه له تاسو څخه معلومات ترلاسه کړم

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 17 اپریل 2026

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح: سعودي له شهباز شریف څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي؛ ترڅو د اسرائیل امنیت خوندي او حزب الله بې وسلې کړي

    د یمن د حوثیانو (انصار الله غورځنګ) د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح سعودي عربستان…

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح: سعودي له شهباز شریف څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي؛ ترڅو د اسرائیل امنیت خوندي او حزب الله بې وسلې کړي

    17 اپریل 2026

    ‏د پرديو پر اشارو ولاړ سياست؛ مخالفين د ناسم انتخاب په لوري

    17 اپریل 2026

    د ملا معتصم اغا جان د نيول کیدو اوازې بې بنسټه دي

    16 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،143 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.